اقتصاد

مالیه ورکوونکو ته د غوره خدمتونو دوړاندې کولو په موخه د اړیکو مرکز (Call Center) پرانیستل شو

کابل باختردتلې دمياشتې څلورمه  نيټه       
د مالیې وزارت دعوایدو لوی ریاست له لوري نن مالیه ورکوونکو ته د غوره خدمتونو دوړاندي کولو په موخه د اړیکو مرکز (Call Center) د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ډاکټر نجیب الله وردګ، خصوصي سکټور استازو، بهرنیو مرسته کوونکو، د عوایدو ریاست یو شمېر کارکوونکو او رسنیو په وړاندې په یوه خبرې غونډه کې پرانیستل شو.
دماليې وزارت دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه مرکز چې مالیه ورکوونکو ته به غوره خدمتونه وړاندې کوي، د هغوی ستونزې، شکایتونه او وړاندیزونه به هره ورځ د سهار له ۸ بجو د مازدیګر تر ۵ پنځو بجو اورېدل کېږي او د ۴۸ ساعتونو  به لوړو مقامونو سره به شریکېږي. دغه مرکز په عصري او نوې ټیکنالوژۍ سره د امریکا دمحتده ایالیتونو پراختیایې نړیوالې ادارې (USAID) په مالي مرسته جوړ شوی او مسلکي کسان په دندو کې ګمارل شوي دي.
د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ډاکټر نجیب الله وردګ، په پرانیستې وینا کې وویل، چې موږ اصلاحاتو ته ژمن یو او ادارې به په عصري ټکنالوژۍ سمبالوو، چې د دې مرکز په را منځ ته کېدوسره بل ګام پورته شو، د دې مرکز له پرانیستو سره مو له مالیه ورکوونکو او سوداګرو سره اړیکې د یوې کړکۍ په بڼه پرانیستل شي.
د امریکا دمحتده ایالیتونو پراختیایې نړیوالې ادارې (USAID) استازې ښاغلي پاول سیسک وویل، چې مالیه ورکوونکو ته عامه پوهاوی ډېر اړین دی او دا مرکز یې ښه لاسته راوړنه ده، چې یو اصلاحي اړخ لري.
د سوداګرۍ او صنایع خونې سرپرست خان جان الکوزي، وویل: د حکومت په کچه مالیې وزارت ښه ځلېدلی، دا مرکز د سوداګرو او خصوصي سکټور لپاره ښه زیرې دی. ده زیاته کړه څومره چې تخنیکي برخه پیاوړې کېږي، د فساد کچه را ټیټېږی او موږ له مالیې وزارت سره په دې برخه کې تل همکار یو.ختم- ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته