ورزش

دآرش او دافغان ټيمونو لوبه برابره پاى ته ورسوله .

کابل باختر د لړم دويمه :
دفوټبال ددويم لاس دغوره ليګ سيالۍ نن سهار په هرات کې دارش او دافغان ټيمونو په لوبې سره دوام وموند .
دهرات دفوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله  نوروزي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې  دارش او افغان ټيمونو لوبه  ديوې په وړاندې په يوې سره برابره پاى ته ورسيده .
دنوروزي  دڅرګندونوله مخې دفوټبال ددويم لاس دغوره ليګ سيالۍ  ددولسو  ټيمونو په ګډون دهرات په لوبغالي  کې پيل شوې دي چې په پرونۍ لوبه کې دعدالت   ټيم ديوې په وړاندې په دريو سره  دباختر ټيم ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته