ټولنه

د میدان وردګو والي وايي د معلولینود حقونو خونديتوب ته ژمن دی

میدان ښار دکب دمیاشتی شپږویشتمه باختر
د میدان وردګو والي د ټولو ادارو پر مسولینو غږ کړی، څو په خپلو ورځنیو چارو کې د معلولینود حقونو خوندیتوب ته بشپړه پاملرنه وکړي.
دميدان وردګوولايت د مرکز او ولسوالیو یو شمیر معلولینو نن ولایت مقام کې والي  حیات الله حیات سره وکتل.
باخترآژانس ته په رارسيدلي خبرکې ويل شوي دي.
په دې کتنه کې معلولینو د خپلو یوشمیر نورو ستونزو ترڅنګ د استوګنځيو نشتوالي ستونزه یاده کړه او وویل، چې د کور جوړولو لپاره ځمکې نه لري.
د معلولینود ټولنې مشر نورالله وویل، چې دوی ته دې په دولتي ادارو کې د کار زمینې برابرې او هم دې ورسره مرستې ترسره شي.
معلول طاووس وویل، چې په تیرو کلونو کې له دوی سره چا مرسته نه ده کړې او ان تردې ، چې ولایت مقام ته هم نه پریښودل کیدل.
هغه وویل، چې معلولین دکور جوړولو لپاره ځمکې ته اړتیا لري او غوښتنه یې وکړه، چې دوی ته له نورو په کم قیمت ځمکې ورکړل شي.
د میدان وردګو والي  حیات الله حیات وویل، چې ټولو ادارو ته یې خبر ورکړی، چې د معلولینو لپاره د کار زمینې برابرې او هم یې د حقونو خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته