امنیت

دوسله والو طالبانو د ډلې د دريو تنوقوماندانانوپه ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان په لوګر کې و وژل شول

کابلباختر د سنبلي١٢
د وسله والو طالبانو د ډلې درې تنه قوماندانان له اتو تنو افرادو سره يې پرون  دلوګر  ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د نا ټو د جنګي الوتکو په هوا ئي بريدونو کې  و وژل شول .
دبره کي برک ولسوالۍ امنيه قوماندان محمدقاسم دباخترآژانس  له سيمه ييز خبريال سره په تيلفوني اړيکه کې وويل ،  چې دناتو د هوائې ځواکونو جنګي الوتکو دلوګر ولايت دبره کي برک ولسوالۍ دشاه مزار په سيمې بريد وکړچې له
امله يې ددريو تنو قوماندانانو په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په همدې حال کې دلوګر ولايت دهمغږۍ د مرکز قوماندان د دغه خبر په تاييدولو سره  وايي چې په  دې پيښه کې اووه  تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور يې ټپيان شوي دي چې ټپي طالبان د ناټو له پوځيانو سره دي  .
ديو بل خبر له مخي د٢٠٣ تندرقول اردو د څلورمې پلې لوا  د انجنيري ټيم نن دپادخواب شانه په سيمه کې په سړک کې يو ښخ کړاى  شوي ماين کشف اوشنډکړ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته