
کابل، د زمري ۳۱مه، باختر
د بادغیس د ټولګټو ریاست د ٦ میلیونه افغانیو په ارزښت د دغه ولایت د بالامرغاب ـ غورماچ ولسوالیو سړک د آوارولو او کړېړ اچولو کار پیل کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ ډ ټولګټو وزارت رسنیز دفتر نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه سړک، د هېواد شمالي ولایتونه له بادغیس سره نښلوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد سړک د بارانونو او سېلاوونو د راوتلو له امله ویجاړ شوی و، چې د تګ راتګ پرمهال یې د بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو اوسېدونکو له سختو ټرانسپورټي ستونزو سره مخ کړي دي.
ټاکل شوې ده د دغه سړک په بیارغونې سره، د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو ټرانسپورټي ستونزې آواري شي او خلک د پخوا په پرتله په آسانۍ سره د بادغیس مرکز قلعه نو ته تګ راتګ وکړي.
وهاج