امنیت

په کندزکې د طالبانو يوه ډله د سولې له بهير سره يوځاى شول

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٨
يوه درې ويشت کسيزه ډله وسله وال طالبان په کندز ولايت کې له جګړې لاس واخيست او د سولې له بهير سره يوځاى شول.
دغه طالبان د شيخ ظاهر په مشرۍ د کندز ښارته څېرمه په تروريستي فعاليتونو بوخته وو.
د سولې له بهير سره په يوځاى شويو طالبانوکې د ماين جوړولو يوه کوچنۍ ډله هم شامله ده.
د کندز والي محمد عمر صافي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ٢٣ تنه په سپکو او درندو وسلو سره د ملي امنيت د ادارې له لارې د سولې له بهير سره يوځاى شول .
د طالبانو د دغې ډلې مشر شيخ ظاهر د هغه څه له امله چې د دولت او د خپلو خلکو په وړاندې کړي دي؛ پيښماني څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې وروسته له دې به د خپل هيواد د امنيت د تامينولو او د بيارغاونې په لاره کې هلې ځلې وکړي.
دکندز والي عادي ژوندانه ته د دغو ٢٣ تنو طالبانو يوځاى کيدل د ښه امنيت د تامينولو په لاره کې ازرښتناک وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته