ټولنه

په باميانو کې دبې وزلى له زياتوالي څخه اندېښنه څرګنده شوه .

کابل / دمرغومي ١٧مه / باختر :
دباميانو مسوولانو  نن په يوه خبري غونډه کې  په دغه ولايت کې دبې وزلي  له زياتوالې څخه اندېښنه څرګنده کړه .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  دباميانو والي  محمد طاهر زهير  په يوه خبري غوڼډه کې چې په دغه ولايت کې جوړه شوه  له خيريه بنسټونو او موسسو څخه وغوښتل  چې له هغو  اتو زرو کورنيو سره  چې  په ځانګړي توګه  دژمي په دې فصل کې  بشر دوستانه مرستو ته اړتيا لري  ، مرسته وکړي .
هغه وويل:  په هغې سروې کې چې په روان کال کې شوې ده  دباميانو څه دپاسه  يوشپيته سلنه خلک  له بې وزلى څخه ښکته  شپې سبا کوي .  چې دباميانو دسيمه ييزې ادارې داندېښنې  سبب شوى دى .
دباميانو والي د ژمي  په ساړه  فصل کې  ددغه ولايت دخلکو حالت   داندېښنې وړ وباله  او زياته يې کړه چې باميان   دسانتي ګراد منفي ٢٤ درجو ته رسيدلې دى  چې په دغه ولايت کې دبې وزلى دزياتوالي سبب کېږي .
  په دې غونډه کې دغه راز  دباميانو دولايتي شورا رييس سيد علي هاشمي ، دولايتي شورا غړي محمد حسين اسدي ، له پېښو سره دمبارزې رييس محمداقبال جوادي ، دښځودچارو رييسې  ذکيې  رضايي  ، اوپه باميانو کې  دبشر دحقوقودکمېسيون  استازې  حکيمې  علي زاده په دغه ولايت کې  دبې وزلى حالت  له اندېښنو ډک وباله  او له ملي او بين المللي بنسټونو څخه يې  دژمي په دې فصل کې  له  بې وزلوکسانو سره  دزياتې همکارى  اودژمنيو مرستو دويش  غوښتنه وکړه .
ختم- ف _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته