سیاست

تبصره

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
ځوانان دهيواد دنن او سبا پياوړى مټ دى چې بايد حقوق او رول يې په ټولنه کې معتبر او محترم وبلل شي. او له خوځنده زړه ،پياوړو مټو او له نويو مفکورو څخه يې بايد دهيواد دترقۍ او پرمختيا په لاره کې کار واخيستل شي .
دباختر آژانس مبصر ليکي:
د زمري دمياشتې يوويشتمه ،د ځوانانو نړيواله ورځ ده چې دملګرو ملتو دسازمان له خوا په رسمي ډول منل شوې ده ،دځوانانو دنړيوالۍ ورځې په توګه داګست دمياشتې ديو لسمې (د زمري دمياشتې ديوويشتمې ) د ټاکنې موخه نشي کيداى يو ناڅاپي اويا کليشه يي کاروي.
دغه ورځ په حقيقت کې دټولنو داصلاح ، ښه والي او ودې په لاره کې د ځوانانو مقام ته درناوى دى ځکه هر هيواد خپل پايښت او شتون دخپلو ځوانانو په وياړلي ځواک کې لټوي او په دغه قشر زياتې پانګونې کيږي .
افغانستان هم له دې کار څخه مستثنا نشي پاتې کيداى ، نن ورځ دافغانستان ستره فيصدي ځوانان دي خو اوسنې ناوړه حالت او شرايط په داسې ډول دي چې په زړه پورې او ډاډمن نشي کيداى ، ، په افغانستان کې له ځوانانو سره د ټولنې اړيکې د دوديزو باورونو زيږنده دي چې ځوانانو ته يې دکار ، فعاليت او آن د ژوندانه فضا محدوده کړې ده په داسې حال کې چې دخپلواکۍ غوښتنې حس، دتفکرقدرت ، عيني پالنه ،له تصميم نيونې سره ليوالتيا او د ارادې عملي کول دځوانانو ځانګړتياوې دي چې بايد د ټولنې دپاملرنې وړ وګرځي نور قشرونه او افراد دې له دوى سره يا همکار واوسي اويا هم لارښود.
خو په افغانستان کې شته دودونه نورې کيسې کوي زموږ ځوانان له زيات تبعيض او بى عدالتيو څخه شکايت لري چې بايد دنظام مسوولين هغه واوري او دهغو په نسبت تحرک او غوڅوالى ولري په هيواد کې نا امنې او د جګړې دوام ډيرې زياتې قربانۍ له ځوانانو څخه اخلي.
دهيواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو په زرګونو ځوان سرتيري او افسران دملي ارزښتونو د دفاع لپاره دمبارزې په ډګر کې دي . خپله وينه او ژوند يې دهيواد دشتون په لاره کې نذرانه کړى دى په داسې حال کې چې په ټولو برخو کې په هغوي امکانات محدود دي خو دوى يوازې دافغانيت او ميړانې په نامه مقاومت کوي که چيرې مقابلې ليکى ته وګورو او له هغوي څخه د دښمنى تعريف يوې خواته پريږدو په مقابله ليکه کې اصلي قربانيان هم ځوانان دي هغه کليوالي ځوانان چې بايد په کروندو کې وي او يا داقتصاد او انکشاف نورې چارې مديريت کړي په بيلابيلو نومونو تير ايستل شوي دي او خپل ځاى يې د دښمنانو په ليکه کې پيدا کړى دى او د جوړولو پرځاى دخپل هيواد په ويجاړولو بوخت دي .
يوه بله ستونزه چې دهيواد ځوانان کړوي ، وزګارتيا ده آن هغه کسان چې کلونه کلونه يې د زده کړې کړاو زغملى دى اود فراغت متعبر سندونه لري ، دکار فرصت ورته مساعد نه دى دلته په حکومتي بنسټونو او په ټوليزه توګه په دولت تورلګول کيږي چې لازم ظرفيتونه يې نه دي برابر کړي او په دې نه دي بريالي شوي چې يو خوځنده ځواک په کار واچوي.
داکار د دې سبب شوى دى چې هره ورځ ځوانان دمهاجرت او د خطرناکو سفرونو کړاو وزغمي او له هيواد څخه بهرته لاړ شي اويا هم منفي پديدوته مخه وکړي .
دغه راز په نشه يي توکو د روږديتوب مسله ، اقتصادي بى وزلي ،تحصيلي مرستو ته دجذب د ظرفيت نشتوالى او په لسګونو نور موارد ، هغه عوامل دي چې زموږ هيواد ځوانان کړوي او ددغو مسلو ترڅنګ دخپلې ميرمنې او ميړه دانتخاب په حق کې دنه صلاحيت ، له ټاکلي وخت څخه مخکې دودونو او د طبقاتي او فرهنګي واټنونو په ګډون  ناسالم ټوليز چلند هم ځوانانوته ناخوښي په سوغات راوړى دى.
سره له دې چې د طالبانو د رژيم له راپرځيدو او دنوي نظام له ټينګښت وروسته ، دځوانانو د ژوندانه په نسبت پاملرنه وشوه اوځوانانو دژوندانه او د ټولنيز ، ښوونيز،فرهنګي او روغتيايي حالت دښه والي په موخه اقدامات ترسره شول او دځوانانو د ظرفيت جوړولو په موخه يو لړ ګامونه واخيستل شول. خو دا کافي نه دي ښايي په سياسي مسلو او له نړيوال تروريزم سره په مبارزه کې د دولتي چارواکو مصروفيتونه د دې سبب شوى چې دځوانانو په نسبت کم کار وشي په داسې حال کې چې زموږ خلک او ځوانان په زياتو ،ډول ډول او پراخو کارونو ټينګار کوي چې بايد زموږ دولتي چارواکي هغه په پام کې ولري.
دغه راز ځوانانو ته هم لازمه ده چې دخپلو خلکو او ټولنې په وړاندې خپل رسالت هير نه کړي او دغه راز په خپلو اخلاقي او فرهنګي ارزښتونو او په مقدسو ديني عقايدو پابندواوسي او بايد اوسنى حالت او شرايط دانحراف او بې لارې توب په لور پلمه ونه ګرځوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته