امنیت

يو متقاعد افسر په پروان کې ووژل شو

کابل باختردتلي اتلسمه :
يو متقاعدافسر تېره شپه دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا دپروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې ووژل شو.
د  پروان ولايت  دبګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي باخترآژانس ته وويل چې دغه متقاعد افسر  سمونوال  محمد عارف نوميده او د بګرام ولسوالۍ  دقلندر خيلو په ساحه کې په خپل بڼ کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا  په ډزو سره ووژل شو .
خبرځاى وويل چې دپيښې عاملين له ساحې څخه تښتيدلي او تراوسه پورې  په دې اړوند څوک نه دى نيول شوى.
  ددغې پيښې علت  تراوسه پورې نه دى روښانه شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته