خبرونهورزش

د شیراز په لوبغالي کې د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې تمرینونه پیل شول

کابل / د کب ۲۷ / باختر

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تمرینات د اسیا جام د غوراوي پړاو سیالیو کې د پیاوړي حضور په موخه د ایران په شیراز ښار کې پیل شول.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په ب ګروپ کې د اسیا جام په سیالیو کې د آسیا په مرکز او جنوب حوزه کې له تاجکستان، ازبکستان او نیپال سره په یو ګروپ کې دي.

دغه سیالۍ به په ۱۲ راتلونکو ورځو کې په قرغزستان کې ترسره شي، چې د هر ګروپ لومړۍ او دویمې لوبډلې به اسیا جام ته لار پیدا کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د فوټسال ملي ټيم  د اسیا په کوالیفایر کې د پیاوړي حضور لپاره چمتووالی نیسي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا