امنیت

شپږ تنه ملکي وګړي په هلمند کې دماين دچاودنې له امله ووژل شول.

لشکرګاه باختر دکب دمياشتې  ٢٣ :
شپږتنه ملکي وګړي په هلمند ولايت کې دماين دچاودنې له امله شهيدان شول.
دغه پيښه تيره ورځ دموسي کلا ولسوالۍ  دلويې لارې په تګلوري کې  هغه وخت رامنځته شوه  چې دملکي وګړو دسپرلۍ موټر په ښخ کړاي شوي ماين وخوت.
دهلمند دوالي ويندوى عمر ځواک  دباختر خبري آژانس ته وويل په دې  چاودنه کې  څه ناڅه شپږ تنه ملکي و ګړي شهيدان شول.
د دغې پيښې قربانيان  دوه ښځې ، دوه ماشومان او دوه تنه نارينه  وو چې ديوې کورنۍ غړي وو.
د هلمند دوالي ويندوى وسله وال طالبان ددغه ماين ايښودنې مسوول وبلل  او  ويې ويل  چې امنيتي منسوبين ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې اونيولولپاره  هلې ځلي پيل کړي دي .
وسله وال طالبان په هيوادکې  په هغو لارو کې چې دخلکو تګ راتګ زيات وي دبمونو او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې له امله يې ملکي وګړي قرباني کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته