امنیت

د ننګرهار د حصارک د صاعقه د عملياتو دوام

کابل باختر دتلي يوولسمه :
د ننګرهار ولايت د حصارک په ولسوالۍ کې د صاعقه  عمليات دوام لري .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د صاعقه د عملياتو د دوام خبر ورکړ .
په بشپړه توګه د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه د ننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ په بېلابېلو سيموکې د ٢٠١ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا د قوماندانۍ په مشرۍ د ملي پوليسو، عامه نظم او د سيمه ئيزو پوليسو په ګډو هلوځلو سره د امنيتي ځواکونو ګډ عمليات دوام لري .
دغه راز په تيرو ٢٤ ساعتوکې د عملياتو په بهيرکې دوه ماينونه کشف اوشنډ کړى شوي دي او د حصارک ولسوالۍ د امنيت دتامينولو په موخه د وګړني پاڅون او د ملي او سيمه ئيزو پوليسو نوې پوستې جوړې شوې دي او دهغو د ټينګښت  کار د ٢٠١ سيلاب قول اردو د مسوولينوله خوا دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته