ټولنه

د لوګرسلو تنو دولتي کارکوونکو زده کړي وکړي

پل علم خبري منابع باخترد تلي دمياشتې ١٣نيټه : په لوګر ولايت کې د( اداري فساد ، د مديراصول او اخلاق ) ترنامه لاندې روزنيزه کارګاه پاى ته ورسيده. د لوګرولايت د اداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو د کميسيون رئيس حشمت الله ستانکزي دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ په دې روزنيزه کارګاه کې سل تنه هغه کارکوونکي چې په ١٣٩٦ او ١٣٩٧ کلونوکې د دغه ولايت په ادارو کې مقررشوي دي د اداري فساد او دهغه د مخنيوي ، د مديراصول او ا خلاق او دمکتوب ليکنې په برخو کې زده کړې وکړي. ستانکزي زياته کړه دغه رونيزه کارګاه د دغه ولايت دبشرمنابعو درياست په همکارۍ دڅلورو ورځو لپاره جوړه شوې وه . پاى ذدکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته