خبرونهاقتصادTOP

د صنعتي پارکونو برېيښنا ١٢ ساعته شوه

 کابل، د زمري٣١ مه، باختر

د افغانستان د برېښنا شرکت رييس ملا محمد عيسي ثاني د صنعتي پارکونو له استازو سره په کتنه کې صنعتي پارکونو ته د ١٢ساعته برېښنا د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ هغه خبرپاڼه چې نن د افغانستان د برېښنا شرکت له خوا خپره شوې، پکې لیکل شوي، په دې کتنه کې ملا محمد عيسي ثاني وويل چې صنعت د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لري او د افغانستان د برېښنا شرکت تل هڅې کړي، چې په دې لاره کې جدي پاملرنه وشي تر څو د هېواد صنعت کاران د برېښنا له پلوه له ستونزو سره مخ نه شي.

په خبرپاڼه  کې  ويل شوي، چې  د برېـښنا  شرکت د مشرتابه پلاوي او د هغه د تخنيکي ټيمونو د پروګرام له مخې  له دې وروسته به صنعتي پارکونو ته  ١٢ساعته برېښنا برابره شي او د برېښنا شرکت ظرفيتونو او امکاناتو په پام کې نيولو او د برېښنا د کچې په زياتوالي سره به صنعتي پارکونو ته زياته برېښنا برابره شي.

د دې کتنې په پاى کې صنعت کارانو د افغانستان د برېښنا شرکت د مسوولينو پريکړه وستايله او د ګډو همکاريو ډاډ يې ورکړ.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا