امنیت

د (بي.ام- يو) درې ماينونه په پروان کې کشف شول

کابل/ باختر/ دوري دمياشتې ٢٤ مه د(بي.ام- يو) درې ماينونه چې د پروان ولايت په يوه ګڼ مېشته ساحه کې ځاى پرځاى شوي و، پرون کشف او شنډ کړاى شول. د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمد سليم نوري باختر آژانس ته خبر ورکړ چې د (بي.ام- يو) دغه شارټي ماينونه د غوربند د شينواري ولسوالۍ د باغ افغان په سيمه کې د پوځيانو پر قرارګاه د بريد په مقصد چې يوه ګڼ مېشته ساحه ده، ځاى پرځاى شوي و چې له چاودنې مخکې د شينواري ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړل شول. ده وويل چې د دغې قضيې په اړوند د پوليسو څيړنې پيل شوې دي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته