امنیت

په روزګان کې د پولیسو ترمنځ خپل منځي نښته

 کابل /دکب ١٥مه / باختر:
په روزګان کې د پوليسو ترمنځ په خپل منځي نښته کې دوه پولیسان شهيدان شول او اووه نور بې درکه شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، څو تنه پوليس چې له طالبانو سره يې اړیکه لرله په دوو سرتېرو له ډزو وروسته، څو نور پوليسان بې درکه شوي دي.
دغه پېښه تېره شپه ترینګوټ ښارته څېرمه په نچین ساحه کې را منځته شوې ده.
د روزګان د ترینکوټ ښار یوې امنیتي سرچينې باخترآژانس ته وویل چې په پېښه کې دوه پولیسان شهیدان او دغه راز اووه نور بې درکه شوي دي.
ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته