سیاستخبرونهاقتصاد

د صنعت او سوداګری وزارت سرپرست د چچن جمهوریت له مرستیال او د پارلمان له غړي سره وکتل

 کابل، د زمري ۲۵ مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د چچن د کورواک جمهوریت له مرستیال او د پارلمان له غړي آدم سلطانوویچ دیلمخانوف سره وکتل.

د باخترآژانس د خبرله مخې، د صنعت او سوداګری وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې په دې کتنه کې د اسلامي نړۍ، د لوېدیځواشغالګرو پرخلاف د افغانستان د خلکو جهاد، د افغانستان او چچن د فرهنګي او دیني مشترکاتو او د تجارتي اړیکو د ټینګښت او پراختیا د بېلا بېلو موضوعګانو په اړه خبرې اترې وشوې.

عزیزي د دواړو هېوادونو د تجارتي اړیکو د ټينګښت او پراختیا لپاره فدراتیفي روسیې ته د خپل رسمي سفر د هدف د بیانولو په ترڅ کې د اسلام مقدس دین د اعتلا لپاره د چچن جمهور رییس رمضان احمد وویچ قادروف په مشرۍ د چچن جمهوریت د خلکو د مېړانو او سرښندنو یادونه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان او چچن خلک بریالي شول چې په میړانې او سرښندنې سره د اسلام د مقدس دین د پټ او وقار دفاع وکړي.

په همدې حال کې د چچن د جمهور رییس مرستیال څرګنده کړه چې د افغانستان خلک په تېرو څلوېښتو کلونو کې د سترو انساني تلفاتو او مالي زیانونو په زغملو سره په میړانې او زړه وړتیا سره د اسلام مقدس دین او خپل هېواد د فرهنګ او هویت دفاع وکړه او هېڅ یرغلګرته یې اجازه ورنکړه چې د دوی په هېواد کې حکمراني وکړي.

هغه زیاته کړې، چې تېرو شلو کلونو وښودله چې افغانان به ترهېڅ شرایطو لاندې اجازه ورنکړي چې پردي پرهغوی حکومت وکړي.

د کتنې په پای کې دیلمخانوف د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست او ملګري هیېت څخه یې وغوښتل چې د افغانستان او د چچن جمهوریت د ښو اړیکو د ټينګښت لپاره د چچن له جمهور رییس قادروف سره وګوري چې د عزیزي له خوا ومنل شو.

د یا دونې وړ ده چې د صنعت او سوداګری وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په وروستیو وختو کې د یو لوړ رتبه هیئت په مشرۍ د اقتصادي اړیکو د ودې او ټنیګښت او د افغانستان او روسیې فدراتیف ترمنځ د تجارتي حجم د زیاتولو په خاطر د روسیي فدراتیف له مقاماتو سره د خبرو په مقصد مسکو ته تللی دی.

ټاکل شوې ده دغه هیئت د روسيې له مقاماتو سره د غنمو، اړو ، غوړیو، نفتي توکو او اوبلن ګازو د پېرودنې د سترو قراردادونو د لاسلیک کولو په اړه خبرې وکړي چې روسیه وکولای شي د اړتیا وړ لومړني توکي په مناسبه او ځانګړې بیه د افغانستان په خلکو وپلوري.

ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا