روغتیا

د کارکوونکو معاشونه لوټ کړى شول

کابل- باختر د کب دمياشتې ٤
يوه ډله غله د فراه ولايت د ولايتي روغتون د کارکوونکو معاشونه لوټ کړل.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر ګلبهار مجاهد د باختر آژانس خبريال ته وويل چې يوه ډله غله د روغتون د ښيښې او دروازې له ماتولو وروسته روغتون ته ننوتل .
اووه سوه دوه شپيته زره نغدې افغانۍ پيسې ، څوکمپيوټرونه او پرنټرونه له ځان سره يوړل.
مجاهد زياته کړه: پوليسو شپږ د دغه قضيې په تور نيولي دي چې ټول د دغه روغتون کارکوونکي دي او د اصلي سړي د هويت د تثبيتولو لپاره هلې ځلې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته