سیاستخبرونهاقتصادTOP

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د لومړنيو توکو د پېرلو په اړه د خبرو لپاره روسیې ته سفر وکړ

کابل، د زمري٢٣ مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د لومړنيو توکو د پېرودلو په موخه له خصوصي او دولتي سکتور سره د خبرو په مقصد روسیې ته سفر وکړ.
د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي د يوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان او روسيي د تجارتي اړيکو د ټينګښت او پياوړتيا په اړوند د فدراتيفې روسيې له مقاماتو سره د خبرو په مقصد د روسيې پايتخت مسکو ته سفر وکړ.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې سفر کې به د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د دغه هېواد له خصوصي او دولتي سکتور سره د غنمو، غوړيو او د نفتي موادو او ګازو په ګډون د لومړنيو توکو د پېردولو قرارداد د لاسليکولو په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په بازارونو کې د لومړنيو او نفتي توکو بيې په دې وروستيو وختو کې په نسبي ډول لوړې شوي، چې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر سفر به د دغو توکو د بيو پر کمښت اغېزه وکړي.
\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا