کابل باختر دچنګاښ څوارلسمه :
درې تنه وسله وال طالبان پرون په قندهار ولايت کې دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته خبر ورکړ. دملي اردو ځواکونو پرون دقندهار ولايت په ژيړي ولسوالۍ کې چاڼيزو عمليات ترسره کړل چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوه اندازه وسلې او مهمات اوپوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبر له مخې، يو ماين ښخوونکي دقندهار ولايت د ژيړي ولسوالۍ په سړک کې دخپل ښخ کړي شوي ماين دچاودنې له امله ووژل شو .
3 د یوې دقیقې څخه لږ