اقتصاد

پنځه پروژې عملي شوې

کابل باختر د لړم دمياشتي اتمه :
دبغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي پيوستون د پنځو پروژو په بشپړيدوسره يو زرو څلور سوه پنځوکليوالي کورنيو ته لازمې اسانتياوې برابرې شوې دي .
دبغلان دکلي دبيا جوړولو اوپراختيا رياست دملي پيوستون دپروګرامونو دڅانګې  مسوول انجنيرعبدالحبيب سيدخيلي باختر آژانس ته وويل: په دغو پروژوکې داوبو رسولو درې شبکې، د اوبو يوه زيرمه او يو استنادي ديوال شته چې دملي پيوستون  د پروګرام له بودجې څخه ديوسلو نهه ديرشو مليونو اوولس زره افغانيو په لګښت د دهن لرخواب، هجرت آباد ، سياه درې، ذوالفقار او پايپ لاين په کليوکې د آغاخان دپرمختيايي مرکز له خوا بشپړې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته