خبرونهاقتصاد

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د جلغوزو له يو شمېر سوداګرو سره وکتل

 کابل، د لړم ١٧ مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي د جلغوزو له يو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې د دغې قيمتي ميوې د صادراتو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وکړې.

د باختر آژانس د خبر له مخې:  د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي په دې کتنه کې سوداګرو د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او ګاونډيو هېوادونو ته يې د جلغوزو د صادراتو په برخه کې د دغه وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دوه اړخيزو همکاريو او له افغانستان څخه د قانوني صادراتو په ټينګار سره ډاډ ورکړ چې د اړتيا په وخت کې به دغه وزارت له دغو سوداګرو سره هر اړخيزه همکاري وکړي.

هغه دغه راز ټينګار کړی چې په نږدې راتلوونکي کې د اړوندو ادارو ترمنځ غونډه جوړېږي او په هغه کې به د هېواد صادراتي مالونو لپاره يو ميکانيزم جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د يو ميليون پنځه سوه زرو امريکايي ډالرو په ارزښت ٧٥ ټنه جلغوزې چين ته صادر شوي و.

مخکې له دې هم له هرات څخه د ٤  سوه زرو امريکايي ډالرو په ارزښت ۱۲ ټنه جلغوزي صادر شوي و.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا