
کابل، د غوايي ۳۱ مه، باختر
د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د (روسیه او اسلامي نړۍ) د څوارلسمې غونډې په څنډه کې د روسیې د جمهور رئیس له سلاکار روسلان ابوبکر سید حسین ویچ سره وکتل.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او په دې برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
همدارنګه ښاغلي سید حسین ویچ په دې کتنه کې د اسلامي بانکدارۍ د جوړېدو یادونه وکړه او د اسانتیاوو پر زیاتوالي او د افغان محصلینو لپاره یې د لا زیاتو تحصیلي فرصتونو په برابرولو ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان د مسلکي او غیر مسلکي وګړو څخه ملاتړ او هغوی ته په روسیه کې د کار زمینه برابروي.
ښاغلي ویچ همداراز د ازبکستان، ترکمنستان او افغانستان له لارې ګرمو اوبو ته د روسیې د فدراسیون د صادراتي توکو د لېږدولو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.
د يو بل خبر له مخې؛ د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې او هغه ته یې د افغانستان د سفر غوښتنه وکړه.
د تاتارستان ولسمشر ژمنه کړې چې په مناسب وخت کې به افغانستان ته سفر وکړي.
لمر