امنیت

په افغانستان کې دطالبانو دشپږو تنو سيمه ييزو قوماندانانو نيول کېدل

کابل-باختر دتلې ١٩
دوسله والو طالبانو شپږ تنه سيمه ييز قوماندانان په افغانستان کې په څو پوځي  عملياتو کې نيول شوي دي.
دغه ياغي قوماندانان نن سهار دکندز،قندهار ،هلمند،نيمروز دولايتونو په مربوطاتو کې نيول شوي دي.
باختر آژانس دناټو ديوې خبرپانې له خولې خبرورکړ چې دوسله والو طالبانو دغه قوماندانان هغه وخت چې په ترورستي فعاليتونو بوخت وو دافغان او ناټو پوځيانو پدې بريد وکړ او ونيول شول.
ويل کېږي چې ددغو عملياتو په بهير کې جګړه هم رامنځته شوه او په ترڅ کې يې خو جګړه مارو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ناټو وايي چې  دغه قوماندانان په دغو سيمو کې په افغان او بهرنيو پوځيانو باندې دترورستي  بريدونو په غاړه درلود.
په دې خبرپاڼه کې ددغو عملياتو په بهيرکې دناټو ،افغان اوملکي کسانو دسرزيان په باب څه نه دى ويل شوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته