خبرونهاقتصادTOP

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د ایران د پانګونې غوښتنه وکړه

کابل، د لېندۍ ۶مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ایران له یو شمېر پانګوالو سره په کتنه کې په افغانستان کې د صنایعو او کانونو په برخو کې د پانګونې د څرنګوالي په اړه د هغوی وړاندیزونه واورېدل.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې نورالدین عزیزي ایران د افغانستان ښه ګاونډی او دوست وباله او ویې ویل: د افغانستان اسلامي امارت غېږه د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته خلاصې دي او موږ هڅه کوو، چې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړو.

د نوموړي په وینا، افغانستان ډېر کانونه او فرصتونه لري او هر پانګه وال کولای شي په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

عزیزي په افغانستان کې د ایراني پانګوالو له پانګونې ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت به ورسره همکاري وکړي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امنیت د تامین او د فساد له منځه وړلو له امله په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا