نړۍ

ديونان پوليسو دمهاجرينو د ٢٦ تنه ملاتړي فعالان ونيول.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
ديونان پوليسو دمهاجرينو ٢٦ تنه ملاتړي فعالان نيولي دي ، په دوى تورلګول شوى دى چې دتسالونيکي ښار په کليسا کې يې د آرتدوکس دمسيحيانو د ډله ييز عبادت مراسم ګډوډ کړي دي .
ددغه کار په باب د دوى موخه له متروکه ودانيو څخه دمهاجرينو د شړلو پرخلاف اعتراض دى.
د پوليسو يوه خبرځاى وويل چې فعالان د ډله ييز عبادت دمراسمو د پرځاى کولو په وخت کې دښار کليسا ته منډې ووهلې او له مهاجرينو سره دپيوستون په محتوا سره يې پاڼې وويشلې تردې چې دبلوا ضد پوليسو هغه ونيول.
په دغو شپږو تنو کې له اتريش ،بريټانيا ، آلمان ،مراکش، اسپانيا او سويس څخه نهه تنه بهرنيان شامل دي .
دپوليسو دغه خبرځاى دغه راز وويل چې له دغو شپږويشتو تنو څخه به د ډله ييز عبادت په مراسمو کې د ګډوډۍ په تور شکايت وشي.
دغه اعتراضيه حرکت له هغه وروسته ترسره شو چې دښار مسوولينو تيره اوونۍ مهاجرين ديتيمانو ديوې خونې په ګډون له دريو متروکه ودانيو څخه وشړل.
په تيرو مياشتو کې هغو ډلو چې مهاجرينوته داستوګنځي دموندلو په موخه مرسته کوي په آتن او تسالونيکي کې يو لړ متروکه ودانۍ ونيولې.
درسمي شميرنو له مخې : په اوس وخت کې څه ناڅه دوه زره تنه مهاجرين په دغه شان ودانيو کې شپې سبا کوي چې له زياترو څخه يې دښوونځي په توګه استفاده کيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته