کابل باختردکب دمياشتې٢٣ نيټه :
د هرات والي د ټولو اصنافو په تيره بيا د زرګرانو د اتحاديې له فعاليتونو څخه په جدي ملاتړ ټينګار وکړ.
د زرګرانو د اتحاديې رئيس او غړو نن د هرات له والي محمدآصف رحيمي سره وکتل او د دغې اتحاديې غړو ته يې د يوشمېر آسانتياو د برابرولو غوښتنه وکړه.
د زرګرانو د اتحاديې رئيس حاجي نثاراحمدتوکلي د ولايت د مقام د هر اړخيزو هلو ځلو او ملاتړ له امله قدرداني وکړه او ويې ويل ؛ چې د چارو دسمون په لاره کې د ولايت مقام مديريت د قدر وړ دى.
ده دغه راز د ټاپي پروژې پرانستل او په دغه ولايت کې وروستي پرمختګونه د قدر وړ وبلل او له دې امله چې د ملي وحدت دحکومت مشران او د هرات ولايت مسوولين دکارموندنې په خاطر هلې ځلې کوي مننه وکړه.
د هرات ولايت د زرګرانو د اتحاديې رئيس وويل چې ؛ د کار رامنځته کول د پرمختګ او د چارو د ښه والي سبب کېږي .
د زرګرانو د اتحاديې غړي دغه راز ټينګار کوي چې د هرات ولايت د هېواد او سيمې په کچه نمونه ولايت دى .
دغه راز دسرور زرو دغير قانوني وارداتو له پلوه د دغې ادارې يوشمير ستونزې وړاندې شوې او د زرګرانو د اتحاديې غړو په دې لاره کې د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه. پاى ج ذ