خبرونهاقتصادTOP

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين: د هرې آتشې پت او عزت د افغانستان اسلامي امارت پت او عزت دى

 کابل، د لړم ١٧ مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين مولوي قدرت الله جمال په پاکستان کې د افغانستان له تجارتي آتشو سره په کتنه کې سوداګرو او پانګه والو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.

د باختر آژانس د خبر له مخې: د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې کتنه کې مولوي جمال د خدمتونو وړاندې کول او آتشو ته د آسانتياو برابرول يو اصل وباله او ويې ويل چې د هرې آتشې پت او عزت د افغانستان اسلامي امارت پت او عزت دى.

هغه زياته کړې چې د آتشو فعاليتونه په بندرونو کې د کار د زياتوالي په برخه کې  زياتې پاملرنې ته اړتيا لري چې ډېر ژر به وڅېړل شي.

په همدې حال کې دغو آتشو د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه د ملاتړ غوښتنه یې وکړه.

د کتنې په پاى کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين د چارو په ښه والي ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې د دوى غوښتنې او ستونزې به وڅېړل شي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا