ټولنه

په پکتیا کې د اوبولګولو دوه کانالونه جوړېږي

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
په پکتيا کې د اوبولګولو د دوو کانالونو په جوړولو سره ټاکل شوې ده د ٢٠٠ جريبه ځمکې د اړتيا وړ اوبه برابرې شي.
د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د دغو کانالونو د جوړولو لپاره ۳میليونو ۴۰۰ زره افغانۍ لګوي.
دغه کانالونه په شواک ولسوالۍ کې جوړېږي.
د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دغو کانالونو په پرانيستلو سره ٢٠٠ جريبه حمکه خړوبېږي.
ټاکل شوې ده دغه کانالونه تر راتلونکو څو ورځو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته