(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين: سیاست باید پر تجارت منفي اغېز ونلري

کابل، د وږي ۲۲مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين مولوي قدرت الله جمال نن د ايران ‏له یو شمېر
صنعتکارانو سره وکتل.
باختر آژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د
ایران د صنعتکارانو او سوداګرو پلاوي چې مشري یې ښاغلي ساقي کوله؛ په
افغانستان کې ‏پانګونې ته لېوالتیا وښوده او د اسلامي امارت له خوا يې رامنځته شوې
اسانتیاوې غوره وبللې.
دغه راز مولوي جمال، د ګاونډي هېواد په توګه د افغانستان او ایران سوداګريزې
اړیکې ارزښتمنې بللې او پر پياوړتيا يې ټينګار کړی دی.
‏هغه څرګنده کړې چې سیاست باید پر سوداګرۍ منفي اغېز ونلري او سوداګریزه
راکړه ورکړه بايد عادي وساتل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين، په هېواد کې د بهرنیو سوداګرو لپاره د پانګونې
له رامنځته شويو فرصتونو هم یادونه کړې ده.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا