کابل باخترد ثور اتلسمه :
عيني شاهدان وايي چې څو شيبې مخکې دکابل ښار دلسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې دلوى څارنوالى دادارې او هم دپاملرنې موسسې ترشاه چاودنه وشوه .
دشاهدانو دڅرګندونوله مخې، دفاعي او امنيتي ځواکونو ساحه کلابنده کړې ده اوامبولانسونه هم دپيِښې ساحې ته رسيدلي دي .
دسيمې ځينو اوسيدونکو دباختراژانس خبريال ته وويل چې تروريستانو دلوى څارنوالۍ په ادارې دبريد نيت درلود .
تراوسه پورې دکابل پوليسو ددغې پيښې او له دې امله دسر داوښتو احتمالي زيانونو په باب څه نه دي ويلي .
دپيښې جزئيات وروسته خپرېږي .
ختم _ ف – اکرم