سیاست

د سلطان محمود غزنوي د ادبي ټولنې غړو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال انجنیر محمد خان سره وکتل

کابل_باختر د غويي د مياشتې٢٧ مه
د سلطان محمود غزنوي د ادبي ټولنې غړو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال سره د دغه انجمن او ځوانانو په ستونزو خبرې وکړې.
د اجراييه رياست د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د سلطان محمود غزنوي انجمن غړي صفت الله عظیمي په هېواد کې د ځوانانو وزګارتيا ته په اشارې سره و ویل چې د ملي یووالي حکومت باید د هېواد د ننه ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او له هېواد څخه د ځوانانو د تېښتې مخه ونیسي.
کلثوم فایض په هېواد کې روان تعلیمي حالت د اندېښنې وړ وباله او زیاته يې کړه چې حکومت باید له هغو عواملو سره مبارزه وکړي چې په هېواد کې د سلګونو ښوونځیو د تړل کيدو باعث ګرځیدلي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال دغه ستونزې پر ځای وبللې او ویې ویل چې د ملي یووالي حکومت هېواد والو ته د زده کړو د زمینې برابرول خپل مسوولیت ګني او په دې لاره کې به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
همدا رنګه د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال په مدني ټولنو غږ وکړ چې په هېواد کې د یووالي او عامه پوهاوي له لارې په ټولنه کې زده کړو ته زمینه برابره کړي او د هغو عواملو پر وړاندې مبارزه وکړي چې د تعلیم او زده کړو مخه یې ډب کړې ده.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته