کابل باختر د سلواغې لومړى :
دهېواد په ځينو ختيځوسيمو دپاکستاني پوځيانو راکټي او توپچي بريدونه يوځل بيا پيل شوي دي .
دتيرو څليرويشتوساعتو په بهير کې په يو نوي مورد کې دنورستان ، ننګرهار او دکونړ دولايتونو ځينې سيمې د لسګونو توغنديودلګيدو ډګر و .
خو ويل کيږي چې ددغو بريدونوله امله دسرزيان نه دى اوښتى .
دهېواد په ختيځ کې دسرحدي ځواکونو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپاکستاني پوځيانو په دغو راکټي او توپچي بريدونوکې چاته زيان نه دى اوښتى .
ده وويل پاکستان له څو کلونو راپديخوا دهېواد په ختيځ کې د ډيورنډ کرښې ته څيرمه په راکټي بريدونو سره غواړي دغه سيمې تشې کړي . چې له خپل هېواد څخه افغانستان ته دتروريزم مرکزونه وليږدوي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل