کابل باختر دزمري د مياشتې ٨ :
وسله والو طالبانو دوه تنه ملکي وګړي په جوزجان ولايت کې په ډزوسره ووژل .
په دغې ډلې پورې اړوندو کسانو ددغو ملکي وګړو له تښتونې وروسته هغوى دلسګونو تنو کليوالي اوسيدونکو په وړاندې په ډزو سره ووژل .
دغه پيښه پرون د جوزجان ولايت دخانقا ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د جوزجان ولايت دخانقا ولسوالۍ يوه سيمه ييز مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل : چې دوسله والو طالبانو له خوا وژل شويو کسانو له دولت سره هيڅ راز اړيکې نه لرلې .
ده وويل ؛ چې امنيتي ځواکونو ددغې پيښې دعاملانو دپيژندنې اونيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي.،
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې درې تنه وسله وال طالبان د جوزجان ولايت په خانقا ولسوالۍ کې دپوځيانو دډزو په بهيرکې ووژل شول.
دغه طالبان تيره شپه کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و ، په ډزو سره ووژل شول .
0 1 دقیقه لوستل