امنیت

دالماس _ ٣٥ په نامه چاڼيزعمليات پيل شول

کابل باختر د مرغومي دمياشتې ١٠
د لغمان ولايت  د مرکز په ختيځ  اوجنوب ختيځ کې نن سهار د الماس _ ٣٥ په نامه  ګډ چاڼيز عمليات د شفق د عملياتو په ملاتړ  پيل شول  .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:    دالماس _ ٣٥ په نامه ګډ چاڼيزعمليات  دملي اردو، دملي اردو دکوماندودخاصوقطعاتو ، ملي پوليسو ، سيمه ييزو پوليسو اودملي امنيت  دمنسوبينوله خوادښه امنيت دتامينولو اود ښيې حکومتوالۍ په موخه  نن سهار د لغمان ولايت دمرکز په صافي قلعه ، چهل  متي ، شامتي ، محمدخيل ،  سنګ توده  ، خان   قلعه ، شيرالله خان ، او قلعه جوګي دکليو په استقامتونو پيل شوي دي او په برياليتوب سره دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته