سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د طالبانو اسلامي تحريک يو خودجوشه تحريک و؛ باید چا پورې ونه تړل شي

تبصره، کابل، د لړم ١٦ مه، باختر

د طالبانو اسلامي تحريک يو خود جوشه تحريک و او په ۷۰ مه لسيزه کې په افغانستان کې د ستونزو او ناخوالو د له منځه وړلو لپاره جوړ شو.

د باختر آژانس مبصر ليکي: په ۷۰مه لسيزه کې د طالبانو اسلامي تحريک په افغانستان کې د خودجوشه حرکت په توګه د افغانستان سياسي او پوځي ډګر ته هغه وخت داخل شو، چې افغانستان له زياتو ستونزو او کړاونو سره مخ و، له تنظيمي جګړو نيولي تر ملوک الطوایفي او ډول ډول جنايتونو او ناخوالو سره مخ و.

د طالبانو اسلامي تحريک د افغانستان د ژغورونکي اوعدالت غوښتونکي تحريک په توګه ډګر ته را ودانګل.

د روسيې د امنيت شورا منشي نيکولاى يتروشيف د طالبانو اسلامي تحريک جوړېدل په امريکا پورې منسوب کړي، چې له بده مرغه دغه روسي مقام د خلکو د دايمي مدافع (اسلامي امارت) له تکفيري ډلو سره پرتله کړی دی.

هغه څه چې دغه روسي مقام ویلی، له حقیقت څخه لرې دي، ځکه د اسلامي امارت ځواکونو او مشرانو د وطن آزادۍ او د فساد د لمنځه وړلو لپاره بې سارې قربانۍ ورکړي د همدې قربانۍ له امله زموږ ګران هېواد له اشغال څخه خلاص او هېواد والو ته مو د عزت او شرف ژوند بېرته را وګرځېد.

د روسيې فدراتيف دولت څخه د افغانستان د خلکو غوښتنه دا ده، چې د خپلو لوړ پوړو دولتي چارواکو څرګندونو ته متوجه وي، له بله پلوه دغه شان څرګندونې نه شي کولاى د افغانستان د اسلامي امارت هوډ ته زيان ورسوي.

اسلامي امارت د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ساتنې ته ژمن دی او له دې لارې څخه به په شا نه شي.

ج \ ذ

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا