سیاست

جمهوررئیس غني د قران عظیم الشان د ختم په مراسمو کې ګډون وکړ

کابلباختر د غبرګولي د مياشتې ٢٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تېره شپه د قران عظیم الشان د ختم په مراسمو کې چې د ارګ په جامع جومات کې وشو، ګډون وکړ.
د قران عظیم الشان د ختم مراسم چې د روژې د مبارکې میاشتې له لومړیو څخه د تراویحو لمانځه په ترڅ کې د هېواد د جمهوررئیس محمداشرف غني او یو شمېر دولتي مقاماتو په ګډون  پیل شوي وو، تېره شپه د افغانستان خلکو او مسلمان امت ته د خیر او کامیابۍ په دعا سره پایته ورسېدل.
جمهوررئیس او ټولو ګډونوالو د قران کریم له ختم وروسته د  لوی خدای دربار ته د دعا لاسونه پورته کړل او د هېواد شهیدانو په ځانګړي ډول د وروستیو تروریستي پېښو شهیدانو  او همداراز په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت او د افغانستان د خلکو د نېکمرغۍ او سوکالۍ لپاره یې دعا وکړه.
د قران عظیم الشان د ختم په مراسمو کې قاضي القضات او دسترې محکمې رئیس سیدیوسف حلیم، د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، یو شمېر وزیرانو، د ملي شورا ځینو استازو، د عالمانو د سراسري شورا او د سولې د عالي شورا ځینو غړو او په کابل کې د اسلامي هېوادونو یو شمېر سفیرانو هم ګډون کړی وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته