امنیت

درې ډلې وسله وال طالبان دسولې له پروګرام سره يوځاى شول

کابل باخترد تلې دمياشتې ١ :
دوسله والو طالبانو درې تنه سيمه ييز قوماندانان له خپلو اته ويشتو تنو افرادوسره  نن په ننګرهار ولايت کې له جګړې لاس واخيست اودسولې له پروګرام سره يوځاى شو.
دغو قوماندانانو پخوا دبټي کوټ ، نازيانو  اوشينوارو دولسواليو  په ځينو برخو کې له دولت سره په جګړه کې وو.
دننګرهار ولايت دسولې دکميټې رييس حاجي ملک زرين باخترآژانس ته وويل  چې دغه طالبان ددوى په هلو ځلوسره عادي ژوندانه ته راستانه شوي دي.
دملک زرين دڅرگندونوله مخې : له سولې سره  يو ځاى شويو طالبانو  خپلې پنځه ويشت ميله وسلې هم دولت ته وسپارلې .
دننګرهار والي  ګل آغاشيرزي  دجلال آبادپه شاهي ماڼۍ کې  ددغو قوماندانانو دتسليمى  په مراسمو کې وويل ، دى به هلې ځلې وکړي   چې  دغو طالبانو ته دحلال کار زمينه برابره کړي .
ده له نورو وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې له ورور وژنې  او ويجاړولو څخه لاس واخلي او دخپل هيواد دامنيت په تامينولو اوبيارغاونه کې ونډه واخلي.
دسولې له پروګرام سره يوځاى شويو قوماندانانو هم  له خپلو تيرو کارونو څخه پيښمناني څرګنده کړه او ويې ويل  چې وروسته له دې به  دخپل هيواد دثبات په تامينولو اوبيارغاونه کې هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته