خبرونهامنیت

د طالبانو تش په نامه ولسوال ملاامين الله په بادغيس کې ووژل شو

کابل/ د ليندۍ٨مه/ باختر
د بادغيس ابکمري لپاره د وسله والو طالبانو تش په نامه ولسوال په خادم مشهور ملاامين الله تېره شپه له اووغړي سره يې د بادغيس په هوايي بريد کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختراژانس خبريال ته وويل: يوشمېر وسله وال طالبان د بادغيس د آبکمري ولسوالۍ په کوک چانيل سيمه کې راټول شوي و او پردغې ولسوالۍ يې د بريد نيت درلود چې پرې هوايي بريد وشو.
پاى \ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا