کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢ :
دکابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې تيره شپه دځانمرګي بريد له امله اته تنه ووژل شول.
دباخترآژانس دخبرله مخې : دريو تنو ځانمرګو بريدونکو لومړى د معلم ميرولي دوه تنه ساتوونکي ووژل او وروسته کورته يې ننوتل اونښته پيل شوه چې له امله يې اته تنه ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول چې په وژل شويو کسانو کې دولسي جرګې د غړي عبيدالله بارکزي زوى او دميرولي دوه لمسيان هم شامل دي .
يرغلګر دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ