نړۍ

دبلوچستان دوطن دجمهوريت ګوند حقوقي سلاکار وتښتول شو

کويټه  باختر دثور  دويمه

 ناپيژندل شويو وسله والو کسانو د وطن جمهوريت ګوند دمشر حقوقي سلاکار نواب زاده  نازين  بوګتې دپاکستان د بلوچستان  ايالت دمرکز کويټي ښار په مربوطاتو کې تښتولي دي .

 دپاکستان د ډيلي تايمز ورځپانې دکويټې ښار دپولسو له خولې ليکلي دي ناپيژندل شويو کسانو دوسلې په زور دغه سلاکار چې دموکبي کوهلي  په نامه شهرت لري  وتښتاوه .

  دبلوچستان دمدافع وکيلانو ټولنې او ددغه ايالت دقانون جوړونې متحده هئيت دغه تښتونه غندلي ده او دمحکمو په غونډ کې يي له ګډون څخه ډډه کړې ده .

 دوي اعلام کړي دي که چيري دغه سلاکار په خوندې ډول خوشي نه شي دوي به  په ټول هيواد کې پراخ اعتراضونه  وکړې .

 دبلوچستان ايالت  اعلي  وزير محمد اسلم  رايساني دقانون دنافذولو  ادارو ته لارښوونه کړې ده  چې ډير ژر ددغه سلاکار دخوشي کولو لپاره هلې ځلې وکړې .

 له بله پلوه ددغه ګوند مشرنواب  زاده  کلال  بوګتې دبلوچستان د اعلي وزير داستعفا  غوښتنه وکړه او وي ويل چې  ايالتي حکومت دخلکو دسراو مال په ساتنه کې ناکام شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته