امنیت

سرحدي ځواکونو ته دنشه يي توکو دکشف پرمختللې لارې چارې وښودل شوې

کابل باختر  دزمري  ديرشمه :
دسرحدي پوليسو يوشمير ځواکونو ته دنشه يي توکو دکشف او ضبط  پرمختللې لارې چارې وښودل شوې .
دسرحدي پوليسو دبيلابيلو برخو نږدې اوياتنو منسوبينو چې په يوه روزنيزه دوره کې يې دکورنيو ښوونکو تر نظر لاندې  زده کړې کړې دي .  نن دفراغت  سندونه ترلاسه کړل .
دسرحدي زون قوماندان مل پاسوال محمدجمعه عديل دباختراژانس خبريال ته وويل: دغو کسانو دقاچاقو ، اداري فساد او دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې دقانون دبيلابيلو برخو له تورنوکسانو او سرغړوونکو څخه داستنطاف  او پوښتنې دلارو چارو په باب مسلکي زده کړې کړې دي .
له نشه يي توکو سره دمبارزې دروزنيز مرکز قوماندان سمونوال امير شاه امير وايي چې تراوسه پورې  دپوليسو دبيلابيلو څانګو اته سوه تنو کارکوونکو په دې مرکز کې زده کړې کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته