امنیت

چاروکي: په ننګرهار کې اته ټنه بې کیفیته جوس ترلاسه شول

جلال آباد/دمرغومې۱۴مه/باختر
د ننګرهار د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلال آباد کې دوه نیم زره کارتنه بې کیفیته جوس چې اته ټنه کېږي ترلاسه شول.
د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د عامې روغتیا ادارې منسوبینو د دغه ولایت په مرکز کې د پلټنو پر مهال د مینګو په نامه اته ټنه بې کیفیته جوس ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې هم د جلال آباد ښاروالۍ له لوري په دغه ولایت کې په خوراکي  توکو کې د ګټې اخېستنې مسالې یوه بې کیفیته کارخانه هم تړلې ده.
پای/سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته