امنیت

دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د سلواغۍ لسمه :
  دهېواد په ځينو سيموکې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :دملي اردو ځواکونودخلکو  او هېواد ددښمنانو دځپلو په موخه دغزني ولايت دخوږياږڼيو  ، دپکتيکا ولايت د وازه خوا او دهلمند ولايت دناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې ديرش تنه نور ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې  دغه راز ددښمن يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي او په لسګونو ماينونه هم کشف او شنډ کړى شوي دي .
ديوبل خبر له مخې :دملي اردو څلور تنه منسوبين دهېواد په بيلابيلو سيموکې دامنيتي دندو دترسره کولو  په بهير کې دماين دچاودنې له امله شهيدان شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته