ورزش

د آرش ټيم باختر ټيم ته ماتې ورکړي .

کابل باختر د چنګاښ  شپږمه

 دهرات ولايت دفوټبال ددويم لاس د ټيمونو سياليو نن سهار په يوې لوبي سره دوام وموند .

 دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر اژانس ته وويل په دې لوبه کې دارش ټيم ديوې په مقابل کې په دوو سره باختر  ټيم ته ماتې ورکړه  دغه سيالۍ ددولسو تيمونو ترمنځ پيل شوي دي

  دغه راز دهرات دفوټبال دلومړۍ لاس د ټيمونو سياليو پرون مازيګر د جامي او اميد د ټيمونو ترمنځ  دوام وموند چې په دي لوبه کې  دجامي  ټيم  وکولاي شول دصفر په وړاندې   په يوې سره اميد ټيم ته ماتې ورکړي دغه سيالۍ په دغه ولايت کې دلسو ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي .

 ديوبل خبر له مخې دهرات ولايت دواليبال  دغوره ټيمونو ترمنځ سياليو پرون مازيګر په يوې لوبي سره دوام وموند 

 دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر اژانس ته وويل په دې لوبه کې دپوهنې داستقلال  ټيم دصفر په  وړاندې  په دريو سره ارمان ټيم ته ماتې ورکړي .

 دغه سيالۍ دڅوارلسو ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته