کابل باختر د سلواغې د مياشتې ١٤ :
په ننګرهارولايت کې له سلګونو اړو او له پاکستان څخه راستنوشويو کورنيو سره مرسته وشوه .
په دغو مرستو کې خوارکي توکي ، جامې او دکوروسايل شته.
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دچارو د ادارې يوه مسوول باخترآژانس ته وويل
په دې پړاو کې له څه دپاسه درې سوه کورنيو سره مرسته شوې ده.
ده وويل له دغو کورنيو سره د دوو مياشتو لپاره دخوارکي توکو مرسته په پام کې نيول شوې ده.
دغه مرستې د کورنيو اونړيوالو خيريه بنسټونوله خوا برابرې شوې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ