ټولنه

دواورې اورښت دلارو دبندولو سبب شوي دي

دواورې اورښت دسمنګانو ولايت له مرکز سره دلسگونو کليو مواصلاتي لاري تړلي دي .

دواورې سخت اورښت د سمنګانو ولايت دڅلويښتو کليو مواصلاتي لاري او دبراو کوز دره صوف  دډبرو سکرو دليږدونې لاره هم تړلې ده.

دسمنګانو ولايت دبردره صوف ولسوال احمدعلي حسيني  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  چې دواورې سخت اورښت له پرون څخه راپه دې خوا  ددغې ولسوالۍ دڅلويښتو کليو مواصلاتي لاري او دقلعه  په غاښې کې دبر اوکوز دره صوف  دډبرو  سکرو له کان څخه دسکرو دليږدونې لاره تړلې ده.

ده زياته کړه په ټيټو سيمو کې دځمکې پرمخ دواورې اندازه له ١٥ څخه تر ٣٠ سانتي مترو پوري اودقلعه په غاښې کې  شپيتوسانتي مترو ته رسيدلې ده.

دسمنګانو ولايت دفوايد عامې آمر انجينر احمدضيا همايون ددغه غاښې دتړل کيدو په تائيدولوسره وويل چې دغه تګلوري دواورې او باران په اورښت سره تړل کيږي . ځکه  دغاښې لاره خامه  او ډيره خرابه ده .

ده زياته کړه ددغې لاري دپرانستلو په خاطر امکانات نه لري او ستونزه يې ددولت له مسوولينو سره طرحه  کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته