روغتیا

د کرونا ويروس مشکوک سمپلونه د هرات په لابراتوارونوکې تر آزمايښت لاندې دي

کابل/ د وري ٢مه/ باختر د عامې روغتيا وزارت وياند وايي چې په هرات کې د کرونا ويروس د تشخيص د لابراتوارونو په فعاليت سره، له دې وروسته د دغه ويروس مشکوک سمپلونه په دغه ولايت کې تر آزمايښت لاندې نيول کېږي. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد الله مايار د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکزکې په يو خبري کنفرانس کې وويل: په هرات کې د کرونا ويروس د تشخيص لابراتوارونه د دې ظرفيت لري چې په دغه ولايت سربېره د فراه او نيمروز ولايتونو مشکوک سمپلونه هم تر آزمايښت لاندې ونيسي. مايار وويل: په تېرو ٢٤ ساعتو کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې نه دي زياتې شوې او له ٤٤٩ مشکوکو پېښو څخه چې تراوسه په مرکزي لابراتوارونوکې تر آزمايښت لاندې دي؛ ٢٤مثبتي پېښې او ٤١٣ منفي پېښې ثبتې شوې دي او ١٢نورې پېښې تر څېړنې لاندې دي. هغه وويل: تراوسه د هېواد له ٢٨ ولايتونو څخه د کرونا ويروس مشکوک سمپلونه مرکزي لابراتوارونو ته رسېدلي دي او تر آزمايښت لاندې دي. د عامې روغتيا وزارت وياند د خوښۍ په څرګندولو سره وويل چې تراوسه د کرونا ويروس په ټولنه کې نه دى خپور شوى او په دغه ويروس مشکوک ککړ کسان ايران او چين ته د سفر سابقه لري او د هېواد له خلکو څخه وغوښتل چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه د فردي روغتيا ساتنې په برخه کې د عامې روغتيا وزارت روغتيايي پيغامونه چې تل د ټوليزو رسنيو له لارې خپرېږي؛ په پام کې ونيسي او په غونډو کې دې ګډون ونه کړي. ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته