ټولنه

په هرات کې دنوي پسرلي په درناوي ښځو دنيالګيو دايښودلو جشن جوړ کړ

-کابل باختر د وري  لومړي :
يوشمير ښځو دنوى کال او نوى پسرلي په درناوي، دهرات ولايت  دمرستيال او دولايت د مقام يوشميرمسوولو  ښځو ، داطلاعاتو اوفرهنګ درييس ، دښځو چارو درياست درييسې او يوشمير کارکوونکو، دښاروالۍ دمرستيال ، مدني فعالانو او دهرات يوشمير نورو ښځو په ګډون دنيالګيو دايښودلو جشن جوړ شو .
دغوښځو دګوهر شاه په ښځينه بڼ کې ددغه جشن دجوړولو لپاره غونډه وکړه
او دهرات  د ښاروالۍ ، داطلاعاتواوفرهنګ درياست په همکارۍ په ښار کې  دشنه ساحې دپراختيا لپاره  په دغه  پارک کې  ډولي او ميوه لرونکي نيالګي کيښودل .
دهرات ولايت مرستيالې مونسې حسن زاده په دغه بڼ کې ديوې نيالګى په ايښودلو سره وويل چې دغه نيالګي دنوى کال دسمسورتيا او دجګړې او وينې توييدنې دبندولو په هيله ږدو .
دهرات ولايت داطلاعاتواوفرهنګ رييس اريا رووفيان دنيالګيو ايښودل  دهر وګړي ديني وجيبه وبلله اوپه ټولنه کې  دشنه او سمسورې فضا په ساتنې ټينګار وکړ .
په همدې حال کې  دهرات ښاروالۍ مرستيالې مرجان غورياني هم دهرات له ټولو خلکو څخه غوښتنه وکړه  چې دخپل ژوندانه په چاپيريال کې ديوې نيالګى په ايښودلو سره ښار له ککړتيا څخه وژغوري . او دښار له پاکوالي سره  مرسته وکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته