خبرونهښوونه او روزنه

په لوګر کې د بيان او خبرو د فن مهارتونو د زده کړې پروګرام پاى ته ورسېد

١٣- کا بل /د مرغومي ١٨مه /باختر
د بيان او فن د خبرو د اصولو د زده کړې پروګرام چې د لوګر د اطلاعاتواو فرهنګ رياست د سولې غوښتونکو ځوانانو د سازمان په همکارى په دغه ولايت کې ١٥٠ تنو ځوانانو ته پيل شوي و پرون پاى ته ورسېد.
د باختراژانس د خبر له مخې ؛ د دغه پروګرام د پايلې په غونډه کې د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رييس وويل چې په دې روزنيز ورکشاپ کې ١٥٠ ځوانان برخه اخيستې وه او څه د پاسه دوه اوونۍ د بيان د فن او خبرو په برخو کې زده ورکړې ورکړ شو.
د دغه پروګرام يوګډون کوونکي خليل الرحمن لودين د دغو پروګرامونوپه لار اچوونه اغيزمن وباله او ويې ويل د بيان فن يې په عملي اونظري ډول زده کړي دي د پروګرام په پاى کې فارغانو ته تصديق ليکونه ورکړل شول.
ختم_ ش – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته